د آوا خبرګزاری، هرات: امنیتی مسئولین په هرات کې تاییدوی چی نن سهار سه شنبه ددی ولایت قدوس آباد په سیمه کې د یو بانک څلور تنه کارکوونکې ناپيژانده کسانو له لوری تښتول شوی دی.
د یو بانک څلور تنه کارکوونکې په هرات کې وتښتول شو
23 میزان 1398 ساعت 17:40
د آوا خبرګزاری، هرات: امنیتی مسئولین په هرات کې تاییدوی چی نن سهار سه شنبه ددی ولایت قدوس آباد په سیمه کې د یو بانک څلور تنه کارکوونکې ناپيژانده کسانو له لوری تښتول شوی دی.
عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیسو ویاند ددی پيښی په تایید سره وایی چی تښتول شوی کسان د یو بانک کارکوونکی وو.
د هغه په وینا، دا کارکوونکې پولیس ځواکونو سره هماهنګی نه پرته نن سهار ۷:۰۰ بجو په شاوخوا اسلام قلعه لوری ته حرکت کړي چی د لاری په اوږدو کی د قدوس آباد په سیمه کې د ناپیژانده وسله والو له لوری تښټول شوی دی.
ښاغلی ولیزاده ټينګار کړی دی چی پولیس ددی کسانو آزادولو عملیات په سیمه کې شروع کړي او د تښتوونکو په لټه دی.
د مطلب کود: 193193