کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکمنستانی پلاوی پاکستان ته تللی؛ ایا ټاپي د افغانستان له لاسه وځي؟

تلویزیون یک , 23 میزان 1398 ساعت 18:14

رپوټونه وایي د ترکمنستان هیواد یو پلاوی د ټاپي پروژې ستونزو هوارولو لپاره پاکستان ته تللی دی.



ترکمني رسنیو ویلی چې دغه سفر کې به د دواړو خواوو ترمنځ د ټاپي پروژې په تړاو یو تړون هم لاسلیک شي.
ټاکلې شوې ده چې د دې هوکړې لاسلیک کیدو وروسته د ( ټاپي لمټیډ) په نوم شرکت د ترکمنستان د ګازو نل لیکې په پاکستان کې وغزوي.
خو دیخوا ته د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي د ټاپي پروژه کې هیڅ ستونزه نشته او د هیوادونو ترمنځ د پلاوي تګ راتګ یوه معمولي خبره ده.
دا پلاوی له هغه وروسته پاکستان ته تللی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل غواړي د ټاپي له پروژې بهر شي.
پاکستان ویلي چمتو نه دي چې په هغه پروژه کې خپل ۸ میلیارډ ډالر په خطر کې واچوي، چې نل لیکي یې له افغانستانه تیریږي.
د وړاندیزونو یوه برخه کې دا هم راغلي چې ترکمنستان باید د ګازو بیې په تړاو بیا کتنه وکړي.
د کانونو وزارت وایي د ټاپي پروژه کې ټول کارونه له مهالویش سره سم روان دي او دې برخه کې هیڅ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لیږدوي، د ۸۱۶ کیلومترو په اوږدوالي سره د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو نه تیریږي.
د هیواد یو شمیر سیمو کې چې د ګازو نل لیکې ترې تیریږي، امنیتي ستونزو ته اشاره شوې ده.
د هیواد یو شمیر اقتصادي کارپوهان وایي حکومت باید د دغې سیمه ییزې پروژې د تیریدو لارو د امنیت خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
ټاپي له نن نه څلور کاله وړاندې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند هیوادونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې ده، چې له مخې یې ترکمنستان په یواځې ځان ۸۵ سلنه او پاتې درې هیوادونو ‍۱۵ سلنه ونډه پکې لري.
د دغې پروژې د ۳۰ کلن تړون په اساس، افغانستان په لسو لومړیو کلونو کې له ترکمنستانه هر کال ۵۰۰ متر مکعبه ګاز اخلي او ترڅنګ به یې د ترانزیټ حق هم ترلاسه کوي.
 


د مطلب کود: 193197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193197/ترکمنستانی-پلاوی-پاکستان-ته-تللی-ایا-ټاپي-د-افغانستان-له-لاسه-وځي

آوا
  https://www.avapress.com