د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست په چوکاټ کي ۲۵۰ تنه غریبو او بې سرپرستو کوچنیانو ته د زده کړو زمینې برابرولو په موخه د یاد ښوونیز مرکز سره ۵۰ سلنه تخفیف تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د یاد تفاهم لیک له مخي ۵۰ تنه انګلیسي، ۵۰ تنه عربي،۵۰ تنه کانکور اماده ګي، ۵۰ وړکتون او ۵۰ تنه ښوونځۍ ته معرفي کیږي.
یاد ریاست په دوهم قدم کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ، چي له مخي به یې معلولین او د یاد ریاست کارمندان کولاي سي په ۸۰ سلنه تخفیف سره په یاد لوړو زده کړو موسسه کي لوړي زده کړي وکړي.
د کار، ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز وویل، د دې لاري هڅه کوو د غریبو او بې سرپرسته ماشومانو له پاره د زده کړو زمینه برابره کړو او دوی د ناپوهۍ او نورو ناوړه لارو څخه وژغورو