کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهارکي د لاس پرېوللو نړيواله ورځ ولمانځل سوه

24 میزان 1398 ساعت 9:48


پنځلسمه د اوکتوبر، چي د لاس پرېوللو نړيواله ورځ ده په کندهارکي د يوشمېر دولتي ادارو او مرستندويه موسسو لخوا په ګډه ولمانځل سوه.
په غونډه کي ويناوالو په صابون د لاس پرېوللو د امراضو په مخنيوي او د مېکروبونو په له منځه وړلو کي مهم وباله.
سږکال د لاس پريوللو نړيواله ورځ ( پاک لاسونه ټولو ته ) تر شعارلاندي د کندهار په زرغونه انا ليسه کي د يولړ مراسمو په ترڅ کي ولمانځل سوه.
د پوهني رئيس وايي د پوهنيز ډګر لپاره سالم صحت اړين دی نو بايد ښوونکي، او والدين خپل اولادونه په دې پوه کړي، چي خپل لاسونه په صابون پرېمينځي، ترڅو پرلاس پراته مکروبونه له منځه ولاړسي.
روغتيا پالان هم د لاسونو پر پاکوالي په ټېنګارسره وايي که په کورونو او کارځايونو کي په صابون د لاس پرېولل مروج سي د ډيرو ساري ناروغيو مخنيوی به وسي.
هغوئ وايي هرکال په نړي او افغانستان کي په زيات شمېر د بېلابيلو عمرونو کوچنيان د ساري ناروغيو له امله مري، چي لوی لامل ئې د ناپاکو لاسونو په واسطه بدن ته د مکروبونو انتقال دی.
په دغه پروګرام کي زده کونکو د لاس پرېوللو په تړاو ترتيب کړي مقالې ولوستلې او يوه تمثلي پارچه ئې نندارې ته وړاندي کړل او له ټولو واليدينو او کوچنيانو څخه غوښتنه سوې وه، چي په کورونو کي په صابون لاس پريولل مروج کړي، ترڅو د سالم صحت څخه برخمنه کورنۍ ولري.


د مطلب کود: 193219

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193219/په-کندهارکي-د-لاس-پرېوللو-نړيواله-ورځ-ولمانځل-سوه

آوا
  https://www.avapress.com