کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فرانسې له ولسمشر وروسته د جرمني صدراعظمې هم د یوې اروپايي اردو د جوړیدو غوښتنه کړې ده

24 میزان 1398 ساعت 10:55


انګلا مېرکل د فرانسې په ستراسبورګ کې د اروپا پارلمان ته د وینا کې ټینګار کړی، چې یوه ګډه اروپايي اردو به نړیوال وپوهوي چې د اروپايي هېوادونو ترمنځ نور هیڅکله جګړه نه پیښیږي.
تر میرکل وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون ویلي و، چې دا ټولنه باید د روسیې، چین او امریکا له اړخه له پیښو ګواښونو سره د مقابلې په موخه یو پیاوړی پوځ جوړ کړي.
د امریکا ولسمشر د مکرون دا څرګندونې له سپکاوي ډکې بللې وې او له اروپايي هیوادونو یې غوښتي ول، چې د خپلې ځانګړې اردو د جوړولو پر ځای دې د ناټو سازمان په چوکاټ کې د مالي لګښتونو په ډیرولو سره خپلې ژمنې پر ځای کړي.
ډونلډ ټرمپ وايي امریکا نور د ناټو د لګښتونو د ورکولو توان نه لري او د ناټو له نورو غړو غواړي، چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو دوه سلنه برخه ددغه سازمان په اډانه کې دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي.


د مطلب کود: 193223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193223/د-فرانسې-له-ولسمشر-وروسته-جرمني-صدراعظمې-هم-یوې-اروپايي-اردو-جوړیدو-غوښتنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com