کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فلسطین د حماس غورځنګ او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالي په نوې څپه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي

24 میزان 1398 ساعت 11:05


ویل کیږي حماس او ملګرو ډلو یې په تیرو نږدې ۲۴ ساعتونو کې له غزې تراړې څخه د اسراییلو پر خاوره له ۴۰۰ ډیر توغندي توغولي دي او د اسراییلو هوايي ځواکونو یې په ځواب کې غزه کې ددغو ډلو لږ تر لږه ۱۵۰ اهداف په نښه کړې دي.
ویل کیږي شپږ فلسطنیان، چې څلور یې د وسله والو ډلو غړي دي، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او بل په خټه فلسطینی کس د اسراییلو په سویل کې د توغندیو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسراییلو او فلسطنیي وسله والو ترمنځ د تاوتریخوالې دا نوې څپه تر هغې وروسته راپورته شوه، چې اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په غزې تراړه کې عملیات وکړل او د یوه قوماندان په ګډون یې اووه وسله وال ووژل.
ملګرو ملتونو او مصر، چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې پروسه پر مخ بیايي، له دواړو غاړو د زغم غوښتنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 193227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193227/د-فلسطین-حماس-غورځنګ-او-اسراییلي-ځواکونو-ترمنځ-نښتو-تاوتریخوالي-په-نوې-څپه-کې-لږ-تر-لږه-اووه-کسان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com