دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 193229
د چین ولسمشر په وارداتو د تعرفو د کمولو ژمنه وکړه
«شي جین پینګ» شانګهای کې د سوداګریزو توکو یوه نندارتون کې د خبرو پر مهال ویلي، ټولو هیوادونو ته داقتصادي ودې د زمینې برابرول غوره انتخاب او بریالۍ پالیسي ده.
هغه د نړیوالې ازادې سوداګرۍ د سیستم ملاتړ هم کړی، چې د نوموړي په وینا دمګړۍ تر بریدونو لاندې دی.
د چین ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له امریکا سره یې روان کال سوداګریزې اړیکې خرابې شوي او له یو بل څخه په وارداتو یې د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تعرفې اعلان کړې دي.
د امریکا اوسنۍ ادارې، چې بېجېنګ د خپلو کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د وارداتو پر وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنوي، د ازادې سوداګرۍ له سیستم سره مخالفت ښودلی دی
https://avapress.com/vdcb5fb89rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته