دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 193231
کابل ښار کې د پوليسو په موټر چاودنه وشوه
څو شيبې وړاندې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند کوټه سنګي سيمه کې د پوليسو په يو رينجر موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې څو تنه پوليس ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي چې چاودنه د کوټه سنګي پول ته څېرمه د څرخي پله زندان اړوند د پوليسو په موټر شوې ده چې له امله يې څو تنو پوليس ټپيان شوي دي خو د تلفاتو کره شميره نه ده په ډاګه شوې.
د کابل د پوليسو وياند چاودنه تائيد کړې ده او ويلي دي چې سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده، خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
https://avapress.com/vdcexx8zzjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته