دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 193233
د لغمان علیشنګ ولسوالی پولیس قوماندانی باندی موټر بم چاودنه شوي
آوا خبرګزاری، لغمان: لغمان سیمه ییز چارواکې د هیواد په ختیځ کې وایی چی د علیشنګ ولسوالی پولیس قوماندانی ساختمان د یو موټر بم چاودنې هدف لاندی قرار نیولی دی.

دا برید نن سهار چهارشنبه میزان په ۲۴ نیټه ۶:۰۰ بجی صورت نیولی او تراوسه ددی پيښی احتمالی تلفات نه دی اعلان شوی.
نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند ددی پيښی په تایید سره ویلی دی چی دشمن د یو مازدا موټر په ګټه اخیستنې سره دا برید ترسره کړی دی.
د رحیمی په وینا، په دی پيښه کې ۲ تنه امنیتی ځواکونه شهید او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
تراوسه هیڅ ډله ددی برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو هر وخت طالبانو داسی بریدونه ترسره کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری، لغمان: لغمان سیمه ییز چارواکې د هیواد په ختیځ کې وایی چی د علیشنګ ولسوالی پولیس قوماندانی ساختمان د یو موټر بم چاودنې هدف لاندی قرار نیولی دی.
د لغمان ولایتي چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ نن سهار موټر بم ځانمرګی برید شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی تاند ته وايي، پېښه نن شهار شپږ نیمې بجې د الیشنګ ولسوالۍ په امنیتي قراول شوې او ځانمرګي خپل مازدا موټر بم د ولسوالۍ په دروازه کې چوولی دی.
نوموړی وایي، په پېښه کې د ولسوالۍ دوه سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي، خو د ولسوالۍ سره په خوا کې د یوې مدرسې د کړکیو ښيښې هم پر زده کوونکو ماتې شوي چې له کبله یې ۲۰ کسان ټپیان دي: (( د دغو ماشومانو روغتیايي وضعیت ډېر خراب نه دی، څه یې لا په روغتون کې دي، څه مو بیرته رخصت کړل.))
تر اوسه چا د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په لغمان کې د طالب وسله والو لخوا اکثره داسې بریدونه رامنځته کېږي.
https://avapress.com/vdcgww9qwak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته