دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 193234
د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې موټر بم برید سوی
د لغمان چارواکي وايي، ددې ولایت د الیشنګ ولسوالۍ ته څېرمه موټر بم برید سوی دی.
د لغمان د والي ویاند رسنیو ته وویل، برید نن (تله ۲۴) سهار نژدې شپږ بجې سوی دی. نوموړی وايي برید د ولسوالۍ د دوانۍ ۲۰۰ مترۍ کې امنیتی نظام قرول سره د مازدا ډوله موټر په واسطه سوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې برید کې ۲ امنیتي سرتېري وژل سوي او ۶ نور ټپیان سوي دي.
د لغمان د والي ویاند زیاتوي چې ولسوالۍ ته نږدې یوه دیني مدرسه او جومات و، چې د چاودنې د شدت له امله په زده کوونکو د ښېښو د راپرې وتو له امله تر ۲۰ زده کوونکي هم ټپیان سوي.
یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، په برید کې ۲ امنیتي سرتېري وژل سوی او ۱۵ ټپیان دي. دغه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، ولسوالۍ ته نژدې مدرسه کې ۲۵ زده کوونکي ټپيان سوي دي.
د لغمان د عامې روغتيا ريیس عبدالجليل معروف وايي، ۲۵ ژوبل سوي د مهترلام او اليشینګ ولسواليو روغتونونو ته وړل سوي چې ماشومان هم پکې شامل دي.
تر اوسه ددې برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdchxxnzk23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته