دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 193238
سیګار: د فساد پر ضد د افغان حکومت مبارزه ښه روانه ده
په افغانستان کې د سیګار پلټونکې ادارې مشر جان ساپکو ولسمشر غني ته د لیدو لپاره ارګ ته ورغلی او د اداري فساد پر ضد د افغان حکومت هڅې یې ستایلې دي.
له ارګه د سې شنبې د ورځې د دغې لیدنې په تړاو تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې په لیدنه کې لومړی افغان چارواکو د مالي مسایلو، عوایدو راټولونې، د بودیجې د تخصیص، د مالي منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي د هڅو، د ګمرکي سیسټم د تنظیم او د دولتي ادارو د غیر ضروري مصارفو د راکمونې په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې ولسمشر غني وویل، د انکشافي بودیجې د مصرف زیاتېدل یو لوی پرمختګ دی، ځکه پخوا به دا چتر ۵۰ سلنې څخه کم و، مګر اوس ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی چې د افغانستان د دولتي ادارو د ظرفیت د لوړېدو ښکارندويي کوي.
ولسمشر غني همدا راز ویلي چې دولت د استخدام په چارو کې هم د سیاستوالو د لاسوهنې مخه تر ډېره نیولې او په تېر یو نیم کال کې یې نه یوازې دولتي ادارو ته ۵۰ زره کارمندان استخدام کړي دي بلکې ۲۰ زره ښوونکي یې هم د ازاد او معیاري رقابت له لارې جذب کړي دي.
ولسمشر په دغه ناسته کې ویلي، افغان حکومت د تدارکاتو ۲۰۰جلسې نیولي چې په قراردادونو کې یې نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالر سپما کړي دي، نه یوازې دا بلکې د ولسمشر غني په وینا تېرو پنځو کلونو کې یې ۴۰۰ قوانین تصویب کړي او ګڼ لوړ رتبه دولتي چارواکي یې د فساد په تور محاکمه کړي دي.
په مقابل کې یې د سیګار مشر جان ساپکو هم ویلي چې د فساد پر ضد د افغان حکومت مبارزه ښه ارزوي او خوشاله دی چې د فساد پر ضد ګڼ پروګرامونه پلي شوي دي
https://avapress.com/vdcbffb8wrhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته