دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 193239
روان کال اروپا ته د تلونکو افغانانو شمېر سوري کډوالو ته زیات و ـ فرنتکس
د اروپايي ټولنې د سرحداتو اداره یا 'فرنتکس' وايي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو ته د داخل شوو افغان پناه غوښتونکو شمېر له سوري کډوالو څخه زیات و.

د دغه ادارې د معلوماتو له‌مخې، په دغه موده کې۸۰ زره پناه غوښتونکي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته داخل شوي، چې ۱۷زره یې افغان او یوازې ۱۰ سره یې سوري کډوال دي.
د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې معلومات ښيي، چې د افغان کډوالو نیمايي برخه یې یوازې له ایران څخه اروپا ته داخل شوي دي.
افغان چارواکي هم وايي، چې دا مهال شااوخوا دوه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، چې په دې وروستیو کې پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله له دغه هېواد څخه افغانستان او یا هم اروپايي هیوادونو ته د وتلو هڅه کوي.
د کډوالو د نړیوال سازمان د راپور له مخې په روان ۲۰۱۹کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳لکه ۵۵زره ۵۲۲ تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوي دي.
دغه راپور وايي چې د یادو کډوالو له ډلې یولک ۵۴زره ۵۶۵تنه یې په داوطلب او دوه لکه۹۵۷زره یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي دي.
د افغانستان د کډوالو او ستېدونکو چارو وزارت د چارواکو د معلوماتو له‌مخې پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن د راټيټېدو له امله له دغه هیواد څخه د افغان کډالو وتل زیات شوي دي.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcc11qso2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته