دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 193243
پرمختګ؛ افغانستان کي ۱۷۵ ډوله درمل توليدېږي!
د عامي روغتیا وزارت چارواکي وايي چي په افغانستان کي دا مهال د درملو د توليد لسګونه کارخانې فعالي دي چي شاوخوا ۱۷۵ ډوله درمل توليدوي چي له امله يې افغانستان د درملو د تولید برخه کي له پنځلسو تر شلو سلني پوري پر ځان بسیا سوي دی.
خو درمل چمتو کوونکي وايي، د بېلا بېلو ستونزو له کبله لا هم له بهره واردېدونکو درملو سره سیالي نه سي کولای او دې برخه کي له حکومته مرسته غواړي.
افغان چارواکي وايي، دا مهال په هيواد کي دننه ۱۵۸ ډوله درمل تولیدېږي. دوی زیاتوي چي تر دې دمه افغانستان کي ۵۶ درمل او روغتیايي تجهیزاتو چمتو کوونکو ۵۶ شرکتونو جوازونه تر لاسه کړي دي، چي پنځه څلوېښت یې عملاً درمل تولیدوي.
د عامې روغتیا وزارت کي د درملو تنظیم ملي اداره په هيواد کي دننه د تولیدېدونکو درملو او له بهره د وارد سویو هغو د معیار څارنه کوي.
د دې ادارې چارواکي وايي، له بهره یې د داسي ۱۵ ډوله درملو پر واردولو بندیز لګولی چي په هيواد کي دننه چمتو کېږي.
په تېر کي داسي شکایتونه هم وو چي افغانستان ته په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه د درملو په ګډون داسي توکي په دې نامه چي یوازي همدغه هيواد ته باید صادر سي راواردېږي، چي ټیټ کیفیت لري او معیارونه په کي په پام کي نه نیول کېږي.
چارواکي اوس وايي، هڅه کوي په هيواد کي دننه د درملو تولید سره له بهره د واردېدونکو بې کیفیته درملو مخه ونیسي، خو سته درمل جوړوونکي بیا وايي، حکومت باید مرسته ورسره وکړي چي له بهرنیو درمل چمتو کوونکو سره د سیالۍ جوګه سي.
د معلوماتو له مخي په افغانستان کي دا مهال ۸۴۰۱ قلمه درمل ثبت سوي چي له دې ډلي د ۸۱ قلمه درملو ورکړه پرته له نسخې جواز لري.
https://avapress.com/vdchkxnzx23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته