کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ویسټ انډيز د افعانستان پروړندې د دریو فرمټونو نوملړ اعلان کړ

24 میزان 1398 ساعت 12:14


د ویست انډیز کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مسؤلینو نن د خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان ملي لوبډلې خلاف د ویسټ انډیز د ملي لوبډلې درې فرمټونو نوملړونه خپور کړ.
شل اورېزو نوملړ کې لوبډلمشر کیرون پولارډ، نیکولاس پوران، ایون لیوس، برنډن کینګ، سیمرن هټمایر، شرفن ردرفورد، جسن هولډر، لینډل سیمنس، فبین الین، هیډن ولش، حري پېیري، شیلډن کټرل، دینیش رمدین، کسریک ویلیمس او الزاري جوزیف شامل دي.
پنځوس اوریز، لوبډلمشر کیرن پولارد، شای هوپ، ایون لیوس، شیمرن هټمایر، سونیل امبریس، نیکولاس پوران، برنډن کینګ، روسټن چیس، جسن هولډر، هیډن ولش، حري پېیري، شیلډن کټرل، کیمو پئول، روماریو شیپرد او الزاري جوزیف شامل دي.
ټیسټ، لوبډلمشر جسن هولډر، کریګ برایت ویټ، جون کمبیل، شای هوپ، شیمرن هټمایر، روسټن چیس، شین ډوریچ، جومل ورکن، رحیم کرنوال، کیمر روچ، شمر بروکس، سونیل امبریس، الزاري جوزیف او کیمو پئول شامل دي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ درې شل اورېزې، درې پنځوس اورېزې لوبې او یوه ټیسټ لوبه د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په راجف ګاندي کرکټ لوبغالي د نومبر میاشتې په پنځمه نیټه پیل او د همدغې میاشتې په ۲۷مه نیټه پاي ته ورسیږي.
افغان لوبغاړو کابل کې د شپږېزې لیګ په سیالیو بوخت دي، چې تراوسه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې غړو د ویسټ انډیز خلاف خپله لوبډله اعلان کړې نه ده..


د مطلب کود: 193244

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193244/ویسټ-انډيز-د-افعانستان-پروړندې-دریو-فرمټونو-نوملړ-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com