دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 193247
پکتیکا کې د چادونې له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ په بازار کې تېره ورځ مو ټرسایکل بم چاودنه شوې چې له امله یې د ښوونځي د ګلالیو ماشومانو په ګډون پنځلسوتنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د وژل شوي ماشوم رحیم ګل پلار احمد شاه له رسنیو سره په خبروکې وویل: چې تېره ورځ یې په بازار کې چاودنې د زړه ټوټه زوی رحیم ګل ورنه اخیستی چې له امله یې له هرڅه زړه تور شوی.
احمدشاه وویل: چې دوه کاله یې مسافري وکړه له ډېرو سختیو او غربت وروسته یې د خپل کور ترڅنګ کارو بار پیل کړ خو له راتګ څو میاشتې وروسته یې خپل زوی په چاودنه کې له لاسه ورکړ او څو تنه د ښوونځي ګلالي ماشومان نور هم ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل: دا کار که هرڅوک کوي هغه د اسلام او خاورې دښمنان دي.
دی له وسله والو غوښتنه کوي چې په داسي ځایونو کې دي له چاودنو لاس واخلي ځکه افغانان به ترڅو په داسي بدو حلاتو کې ژوند کوي.
د مټاخان ښوونځي دوتنه ګلالي ماشومان چې له جنګ جګړې او بمې چاودنو وېره لري وایي چې دا ډول کړنې به ښوونځیو ته د ماشومانو په ورتګ بده اغېزه وکړي او ماشومان له زده کړو محروم کړي.
د پکتیکا ولایت د امنیت امر مسعود بابکر خېل وویل چې په یاده چاودنه کې یو تن محلي پولیس او یو تن بل ماشوم وژل شوی او دیارلس تنه نور ملکي وکړي ټپیان شوي چې اکثره یې د ښوونځي زده کوونکي دي.
https://avapress.com/vdcbafb8zrhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته