کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیه ولسمشر رجب طیب اردوغان:

ترکیه به هیڅکله هم د یو ترهګریز سازمان سره د مذاکراتو په میز کینني.

24 میزان 1398 ساعت 13:06


رجب طیب اردوغان په اذربایجان کې د خپلو لیدونو کتنو نه وروسته هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ترکیه ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکېې وسله وال ځواکونه د سوریې په شمال کې په روانو عملیاتو کې  ملکي وګړو ته د زیان نه اوښتو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې  هڅه کوي.
ترکیې  دا عملیات په ټوله معنا سره  د ترهګرو پر خلاف پیل کړي دي  او ترسره کوي.
د سولې د چینې د عملیاتو هدف  ټولو ته معلوم  دی. ددې عملیاتو هدف  د هیواد پولې  د هر ډول ترهګرو ډلو او سازمانونو نه  تصفیه کول او سوري کډوال د امن په فضا کې  خپل کور ته  ستنول دي. دا کډوال به په داوطلبه توګه  خپل هیواد ته ستانه کړی شي.
هغه وویل چې  دا عملیات به هدف ته د رسیدو پورې دوام وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل  تر یو څه موده مخکې پورې  امریکا د پ ک ک ، پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو ډلو سره  په ګډه حرکت کولو  خو اوس  د سوریې د رژیم سره  د روغې جوړې لارې لټوي.
هغه وویل چې  « زه  د لویدیځوالو هیوادونو نه پوښتنه کوم. ایا تاسې په واقعیت سره  زمونږ متحدین  یاست ؟ ایا تاسې  زمونږ سره  متحد یاستۍ  او که د پ وای ډي  او داعش  سره؟ تاسې وګورۍ  پ وای ډي په سوریه کې په سلګونو تنه  داعشي ترهګر خوشې کړل  خو چا غږ هم  ونکړ. ټولو په  سترګې پټې او غوږونه ټپ کړل.»
ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ټرمپ غواړي چې  په سوریه کې داعشي ترهګر ترکیې ته  وسپاري او مسئولیت يي د ترکیې په غاړه واچوي داسې وویل،
« داعشیانو زندانونه یواځې  په رقه کې ندي ، د عراق په شمال کې هم  شتون لري. مونږ  د زندانونو مسئولیت په غاړه اخلو. خو  دوي په زندانونو کې نه ساتو. دوی ټول خپلو خپلو هیوادونو ته  استوو. که چیرې  فرانسې  یا  جرمني ددې داعشیانو د تسلیم اخیستو نه  ډډه وکړه  مونږ به په زندانونو کې محکمې جوړې کړو او په محاکمې به يي پيل وکړو. خو ددې سیمو نه بهر  داعشیان  د امریکا کار دی. »
ولسمشر اردوغان وویل چې  په سیمه کې د روانو  پرمختګونو د کوردیناسیون  په اړه مو  د امریکا او روسیې سره  خبرې کړي دي.
تیره شپه مې د ولسمشر ټرمپ سره  ټیلیفوني خبرې وکړې. د هغه نه مخکې مې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره  ټیلیفوني خبرې کړې وې. امریکا  وايي  چې  راځۍ  اوربند اعلان کړۍ  او مونږ به  د منځګړي  دنده اجرا کړو خو  مونږ د ترهګرو سره د مذاکراتو په میز نه کینو. ټرمپ ته مو  وویل چې د امریکا په څیر  یو هیواد د خپل متحد ترکیې او یو ترهګریز سازمان ترمنځه  منځګړتوب کول  د حقوقي پلوه سمه خبره نده. »


د مطلب کود: 193249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193249/ترکیه-هیڅکله-هم-د-یو-ترهګریز-سازمان-سره-مذاکراتو-په-میز-کینني

آوا
  https://www.avapress.com