دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 193253
د شکایتونو کمیسیون د ۴۳۶۲ شکایتونو په اړه پریکړه کړې
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي تر اوسه د ۴۵۳۸ ثبت شوو شکایتونو له جملې نه ۴۳۶۲ شکایتونو ته رسیدنه شوې او په اړه یې پریکړه شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړي چې نن سه شنبې یې د یوه خبري کنفران په ترڅ کې رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د شکایتونو د څیړنې په پایله کې یې ټول شکایتونه ارزول شوي دی.
د کمیسیون یوه غړي محمد قاسم الیاسي وویل دوی په ټول هیواد کې د کمیسیون ۸ کار کوونکي د ټاکنیزو سرغړنو او جرایمو له امله له دندو ګوښه کړي دي.
همداسان ۱۷۸۰ شکایتونه چې باوري نه و، د کمیسیون له لوري رد شوي دي.
کمیسیون وویل دوی ته له ټول هیواده ۶۶۹ نورې سپارښتنې او اصلاحي اقدامات ور رسیدلي دي.
محمد قاسم الیاسي د خبرو پرمهال وویل چې دوی د خپلو پلټنو په پایله کې په ټول هیواد کې د ۱۷۱۷ محلونو د رایو د بیا شمیرلو پریکړه کړې او همداشان یې د ۷۷ نورو محلونو رایې باطلې اعلان کړي دي.
د الیاسی په وینا ۵۴ نور کسان نقدي جریمه شوي دي.
د شکایتونو کمیسیون په وینا دوی ته ۹۰۷ داسې شکایتونو هم رسیدلي چې له مخې یې باید ځیني کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور معرفي شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړي همداشان پر شفافو ټاکنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له خپلو ژمنو سره به د خلکو رایو ته احترام کوي او حق به حقدار ته سپاري.
دا په داسې حال کې دي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلو اعلان ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، خو لاهم معلومه نه ده چې د ټاکنو کمیسیون به د تلې په ۲۷مه نیټه د پایلو پر اعلانولو بریال شي کنه؟
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwpazpt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته