دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 193256
ولسمشر له افغانستانه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ
ولسمشر غني د یو حکم په صادرولو سره له افغانستان څخه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ.
د ارګ لخوا په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي چې هر څوک چې د جغلوزې، پستې، زعفرانو په قاچاق ونیول شو، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي او ورسره نیول شوي محصولات به د پولیسو لخوا ضبطېږي.
ولسمشر دغه راز امر کړی هر امنیتي
مسوول او مؤظف کس چې د جلغوزې، پستې او زعفرانو د قاچاق په برخه کې غفلت وکړ، هغه ته به هم سزا ورکول کېږي.
ولسمرش کورنیو چارو او د ملي دفاع وزارت تر څنګ ملي امنیت ته هم امر کړی چې د جلغوزې، پستې او زعفرانو د قاچاق د مخنیوي لپاره دې همغږي پلانونه جوړ کړي.
دا په داسې حال کې د چې افغانستان یوازې زر ټنه جلغوزه په رسمي ډول تېر کال صادر کړې، نوره ټوله پاکستان ته قاچاقېږي.
همدا راز ایران هم د افغانستان زعفران قاچاقوي او بیا یې په خپل نوم بازارونو ته استوي.
https://avapress.com/vdcbsfb80rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته