کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت څه کړي دي، چې د فساد پر وړاندې مبارزه یې ستایل شوې؟

24 میزان 1398 ساعت 15:40


افغانستان سره د امریکا پر مرستو د سر مفتش، یا څار اداره وایي، فساد سره د افغان حکومت مبارزه ښه او بریالۍ ده. پرون د سیګار پلټوونکې ادارې مشر جان سوپکو ولسمشرغني سره په ولسمشرۍ ماڼې کې لیدلي او د اداري فساد پر وړاندې یې د افغان حکومت منډې ــ ترړې ستایلي دي.
په دې ناسته کې لومړی افغان چارواکو د مالي مسایلو، عوایدو راټولوونې، د بودیجې د تخصیص، د مالي منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي د هڅو، د ګمرکي سیسټم د تنظیم او د دولتي ادارو د غیرې ضروري لګښتونو د راکمونې په اړه معلومات وړاندې کړل. هممهاله ولسمشرغني وویل( د انکشافي بودیجې د مصرف زیاتېدل یو لوی پرمختګ دی).
ښاغلي غني وویل، تیرو کلونو کې افغان حکومت په دې نه توانېده چې د پراختیايي بودیجې حتی نمایي برخه هم جوړه کړې؛ خو له نیکمرغه دا ځل مو د یادې بودیجې ۹۷ سلنه جوړه کړه. چې دا د افغان حکومت جدیت، مبارزه او د دولتي اداراتو د ظرفیت لوړوای په ګوته کوي. ولسمشرغني دا هم ویلي چې د وروستیو دوو کلونو په موده کې یې ۵۰ زره کارکوونکي په دولتي اداراتو کې استخدام کړي او هم یې تر ۲۰ زرو پورته ښوونکي د ازاد رقابت له لوري ښوونځیو ته جذب کړي دي.
دارنګه یې په ټولو مقرریو او د استخدام په پروسه کې شایسته ګي، وړتیا او معیارونه په پام کې نېولي. چارواکو او زورواکانو ته یې د لاسوهنې اجازه په کې نه ده ورکړې، د نوموړې په وینا: ((افغان حکومت د تدارکاتو ۲۰۰جلسې نیولي چې په قراردادونو کې یې نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالر سپما کړي دي، نه یوازې دا بلکې د ولسمشر غني په وینا تېرو پنځو کلونو کې یې ۴۰۰ قوانین تصویب کړي او ګڼ لوړ رتبه دولتي چارواکي یې د فساد په تور محاکمه کړي دي)).
په پورته وخت مهال د سیګار مشر جان سوپکو خوښي وښوده چې افغان حکومت د فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه پروګرامونه پلي کړي دي.
د فساد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه په داسې مهال ستایل کیږي، چې لا هم پر حکومت جدي تورونه شته دی، او دولتي ادراتو کې رشوت او فساد د فرهنګ بڼه خپله کړې ده.


د مطلب کود: 193265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193265/افغان-حکومت-څه-کړي-دي-چې-د-فساد-پر-وړاندې-مبارزه-یې-ستایل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com