دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 193268
اردوغان: هېڅکله هم له یو ترهګریز سازمان سره مذاکرات نه کوي
د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان په تازه څرګندونو کې ویلي چې حکومت به یې هېڅکله هم د کُردي وسله والو سره مذاکراتو ته حاضر نه شي. نوموړي د اذربایجان له سفر وروسته ترکیې ته په لاره په طیاره کې د خبریالانو په ځواب کې ویلي چې د ترکیې پوځ هڅه کوي، د سوریې په شمال کې عامو خلکو ته تلفات و نه رسوي.
 د اردوغان په وینا دوی د یوې ترهګرې ډلې خلاف عملیات پیل کړي دي او عملیات به هدف تر رسېدو پورې دوام وکړي. هغه زیاتوي، د ترکیې پوځ هڅه کوي چې د ترکیې شاوخوا له ترهګرو تصفیه کړي چې هېواد ته یې خطر جوړ نه کړي.
 اردوغان همدا راز وايي، کله چې د سوریې په شمال کې کُردي وسله وال وځپل شي، د سوریې کډوال به په امن فضا کې خپل هېواد ته ستانه شي او دا کار به د کډوالو په خوښه وشي. اردوغان خبریالانو ته دا هم ویلي دي چې کُردۍ ترهګرې ډلې یې ځپلي دي او اوس دې ته تیارې شوې چې د سوریې له حکومت سره د روغې جوړې مذاکرات پیل کړي.
 اردوغان په امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو هم نیوکه کړې چې رښتینې ملګرتیا نه کوي او د دوی په وړاندې د ترهګرو کرُدي ډلو او داعش ملاتړ کوي. د نوموړي په خبره کُردي وسله والو ډلو په سوریې کې په سلګونو داعشیان له بنده ازاد کړی، خو په وړاندې یې هېڅ اعتراض و نه شو او ټولو پرې خپلې سترګې او غوږونه مړه واچول.
 اردوغان په سوریې کې د وروستیو عملیاتو په اړه ویلي چې په دې اړه یې د امریکا او روسیې له چارواکو سره هم خبرې کړې دي، امریکا غوښتنه کړې چې ترکیه دې اوربند اعلان کړي او دوی به د سولې د مذاکراتو د پیلېدو په خاطر د منځګړي رول ولوبوي، خو د ترکیې ولسمشر وايي چې دوی هېڅکله هم له ترهګرو سره په یوه مېز نه کېني. اردوغان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دا هم ویلي چې له حقوقي پلوه د خپل متحد ترکي حکومت او د ترهګرو د یوه سازمان ترمنځ منځګړتوب کول ښه خبره نه ده.
 د ترکیې ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کړي چې امریکا په سوریې کې د ترکیې عملیات غندلي او له ترکیه یې غوښتي و چې له خپلې بړستنې دې پښې نه غځوي. د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که ترکیه په سوریه کې خپل عملیات و نه دروي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي. بلخوا یو شمېر امریکايي رسنیو دا خبر هم خپور کړی دی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به ژر ترکیې ته سفر وکړي او په سوریه کې د ترکیې د وروستیو عملیاتو په اړه د د دې هېواد له چارواکو سره وغږېږي.
 
https://avapress.com/vdcepx8zvjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته