دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 193272
هرات ښار مرکز کې د یو مابایل مارکت څخه څو سوه زره دالرو موبایلونه غلا شوی دی
د هرات ښار ګلهای چوک د "صالحی" موبایل فروشی مارکت دکان داران وایی چی څلور تنه مسلح غله څو سوه زره دالر په ارزښت موبایل غلا کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس- هرات: نصیر احمد سعیدی یو تن ددی دکان دارانو څخه وایی چی تیره شپه ۱۱ بجو په شاوخوا څلور تنه مسلح غله صالحی موبایل مارکت ته دننه شوی او د درو دکانونو موبایلان یی د ځان سره وړی دی.
هغه ادعا لری چی غلا شوی موبایلان نږدی دوه تر دری سوه زره دالره ارزښت درلود.
سعیدی وویل چی هغه شپه ددی مارکت امنیتی کمری بند وو او غله د شپی تاریکی څخه په ګټه اخیستنی سره غلا کړی دی.
د هغه په وینا، په دی پيښه کې د مارکت یو تن ساتونکې د درو تنو ساتونکو څخه د سختو جراحت له امله چی غله وو سره نښته کې ورته پیښه شوه، حوزوی روغتون ته لیږدول شوی دی.
په همدی حال کې، عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیس ویاند ددی پیښی په تایید سره وایی چی په دی پیښه کې د یو دوکان مبایلونه غلا شوی دی او ددی کسانو نیولو لپاره سرنخ لاسته راغلی دی ډیر ژیر به دا کسان ونیول شی.
 
https://avapress.com/vdcjatev8uqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته