دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 193274
طالبان د ټاکنو کمېسیون د ۸ کارمندانو د خوشې کولو لپاره پيسې غواړي
د پروان ولایتي چارواکي وايي، طالبانو د ټاکنو له ورځې د دغه ولایت له شینوارو ولسوالۍ څخه د تښتولیو ټاکنیزو کارمندانو دخوشې کولو په بدل کې پيسې غوښتې دي.

د پروان امنیه قومندان جنرال محفوظ ولي زاده وايي، طالبانو دا غوښتنه د کویټې شورا په امر ترې کړې ده.

بلخواد ټاکنو ولایتي دفتر وايي، د خپلو هغو اتو کارمندانو د برخلیک په اړه اندېښنه لري چې طالبانو د ټاکنو په ورځ له شینوارو ولسوالۍ څخه برمته کړي وو او لا هم ورسره دي.

طالبانو بیا په دې تړاو لا تراوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په سرپل کې د ټاکنو یو مؤقتي کارمندا وژلی و.
https://avapress.com/vdcbzfb8arhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته