دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 193275
میزان شپږمي ټاکنو لومړنیو نتایجو اعلان وځنډیدل
آوا خبرګزاری، کابل: ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریز ټاکنو لومړنۍ نتایجو اعلان چی قرار وو راتلونکې درو ورځو کې اعلان کړی، د یو څه مده لپاره وځنډول.
ټاکنو کمیسیون تراوسه په رسمی توګه دا خبر د ټولو رسنیو سره شریک کړی نه دی خو یو معتبر سرچینه په دی کمیسیون کې تاییدوی چی د ولسمشریزو ټاکنو ابتدایی نتایجو اعلان وخت ځنډول شوی دی.
دا سرچینه نن چهارشنبه، ۲۴ میزان د ۸ صبح ورځپاڼې خبرنګار سره په خبرو کې د نتایجو اعلان ځنډیدل تایید کړي خو جزییات یی په اړه نه دی ارایه کړی.
ددی اقدام دلیل، د بیومتریک رایو تفکیک او لیږد پروسی کندوالی بلل شوی دی.
مخکې له دی هم مولانا محمد عبدالله، ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مرکزی سیستم ته د بایومتریک دستګاوو څخه رای ورکوونکو اطلاعاتو لیږد پروسی کندوالی له امله ویلی وو چی چی نتایجو اعلان د میزان په ۲۷ امکان نه لری. له بل لوری هم ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلی وو چی بایومتریک دستګاوو اطلاعاتو لیږد مرکزی سرور ته پای ته رسیدلی دی.
 
https://avapress.com/vdccm1qsp2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته