دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 193276
یوه لوړپوړي نظامي پلاوي د زابل ولایت دامنیتي وضعیت دارزولو په خاطر سفروکړ
تیره ورځ دملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد دغوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ میلر دکورنیو چارو امنيتي مرستیال جنرال خوشحال سادات دسیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر متین بیک دزابل ولایت دامنيتي وضعیت دارزولو په هد ف سفر وکړ.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي اسد الله خالد دزابل ولایت له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ددې ولایت په امنيتي وضعیت غږیدلي اوپه دې ولایت کې یې دسرتیرو ستونزو ته درسیده ګي په خاطر مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې لوړپوړو امنیتي چارواکو دزابل ولایت له قومي مشرانو سره هم ناستې کړي او له قومي مشرانو یې مننه کړي،چې دخپلو سرتیرو ترشا ولاړ دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
https://avapress.com/vdcd5s0f9yt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته