کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سل بالیزه ډرافټ کې، کوم افغان لوبغاړي قرار لري؟

24 میزان 1398 ساعت 17:11


د انګلیستان په کوربتوب د ( سل باليزو) سيالیو لپاره د لوبغاړو نيلامۍ پړاو راتلوونکي يکشنبې په ورځ ( اکتوبر په شلمه نېټه) ترسره کيږي.
ددغه سيالیو لپاره ټولټال ۵۳۷ لوبغاړو نوم لیکنه کړې، چې پدې کې ۲۳۹ خارجي لوبغاړي او ۳۳۱ داخلي لوبغاړي شامل دي.
ددغه نيلامۍ لپاره لوبغاړو پخپل قيمت، (۳۰،۰۰۰پونډه)،(۴۰،۰۰۰پونډه)،(۵۰،۰۰۰)،(۶۰،۰۰۰)،(۷۵،۰۰۰)،(۱۰۰،۰۰۰)، او (۱۲۵،۰۰۰) پونډو سره نومونه ثبت کړي دي.
په (۱۲۵،۰۰۰) پونډه قيمت کيټګوری کې شپږ لوبغاړي قرار لري. په (۱۰۰،۰۰۰) پونډه قيمت کې اوولس لوبغاړي قرار لري. په ۷۵ زره پونډو قيمت کې ديارلس لوبغاړي، په ۶۰ زره پونډه قيمت کې ۱۵ لوبغاړي قرار لري، همداشان په پنځوس زره پونډه قيمت کې ۲۱ لوبغاړي او په څلويښت زره پونډو کې ۴۶ لوبغاړي قرار لري.
ددغه نيلامۍ پړاو لپاره د افغانستان لخوا راشدخان په (۱۰۰،۰۰۰ پونډه)، محمد نبي عيسخېل ( ۷۵،۰۰۰ پونډه)، مجيب ځدارڼ ( ۶۰،۰۰۰)،وقار سلماخېل (۴۰،۰۰ پونډه)،اصغر افغان (۴۰،۰۰۰ پونډه) قيمت سره ځانونه راجسټر کړي دي.
نورو افغان لوبغاړو کې چې تراوسه يې نوم لیکنه کړې، خو قيمتونه یې معلوم ندي، قيس احمد، جاوید احمدي،ظاهرخان، ګلبدين نايب،حشمت الله شهیدي او حضرت الله ځاځی شامل دي.
دغه نوي پارمټ ( ۱۰۰ توپونو) سيالۍ به راتلوونکي کال د جولاۍ مياشتې په اوولسمه نېټه پیل چې د اګسټ په شپاړلسمه نېټه به پای ته وراسيږي.
پدې سيالیو کې ټولټال اته لوبډلې ګډون کوي چې د انګليستان د مختلفو اتو ښارونو څخه دي. لدې ۸ سيمه ایزو لوبډلو څخه د پنځو لوبډلو د روزنې دندې يې اسټرالیاوي روزونکي شين وارن،درن لهمن،ټام موډي پر مخ وړي.
د نيلامۍ پړاو کې هره لوبډله کولای شي،چې دوولس لوبغاړي له ځان سره واخلي چې پدې کې به لږ تر لږه درې خارجي لوبغاړي هم شامل وي.
ياده دې وي چې پدې نيلامۍ کې تر ټولو په لوړ قيمت شپږ لوبغاړي قرار لري چې په هغې کې ويسټ انډیزی کریس ګېل، اسټرالیاوی سټیو سمهت،ډیويډ ورنر،مچل سټارک، سويلي افريقايی کیګسو رباډا، سریلانکايی لاسیت مالنګا شامل دي. دوی ټول واړه په ۱۲۵ زره پونډه قيمت سره په کيټګوری کې قرار لري.


د مطلب کود: 193277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193277/سل-بالیزه-ډرافټ-کې-کوم-افغان-لوبغاړي-قرار-لري

آوا
  https://www.avapress.com