دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 193283
لوګر ولایت کې له ۲۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
لوګر ولایت کې دګډوالو اوبیرته راستنیدونکو چارو وزارت له لوري له ۲۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره په نغدې ډول مرسته وشوه.
چارواکي وايي، چې د۲۰۰ کورنیو لپاره دوه میلونه او څلویښت زره افغانۍ په پام کې نیول شوي وې، چې هرې کورنۍ ته دولس زره افغانۍ ورکړل شوې .
دلوګر والي انور خان اسحاقزي له مرستندویه اداردو غوښتنه وکړه، چې له بې وزلو او اړمنو کورنیو سره دې لازمې مرستې وکړي، ترڅو دبيځایه شوو کورنیو ستونزې تریوه حده حل شي.
https://avapress.com/vdcbwfb8frhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته