لوګر ولایت کې دګډوالو اوبیرته راستنیدونکو چارو وزارت له لوري له ۲۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره په نغدې ډول مرسته وشوه.
چارواکي وايي، چې د۲۰۰ کورنیو لپاره دوه میلونه او څلویښت زره افغانۍ په پام کې نیول شوي وې، چې هرې کورنۍ ته دولس زره افغانۍ ورکړل شوې .
دلوګر والي انور خان اسحاقزي له مرستندویه اداردو غوښتنه وکړه، چې له بې وزلو او اړمنو کورنیو سره دې لازمې مرستې وکړي، ترڅو دبيځایه شوو کورنیو ستونزې تریوه حده حل شي.