دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود : 193286
شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، تر دا مهاله یې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د هېواد په سطحه د ثبت شوو ۴۵۳۸ شکایتونو له جملې نه د ۴۳۶۲مورده په اړه فیصله کړې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر مولوي دین محمد عظیمي د سې شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۶مه «تلې۲۴مه» خبریالانو ته وویل، د څېړل شوو شکایتونو له‌مخې د ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو فیصله شوې ده.
ښاغلي عظیمي همدارنګه زیاته کړه، چې ۷۷ نور محلونه چې د ټاکنو په ورځ یې د امنیتي ستونزو له امله د تړل کېدو راپور ورکړل شوو رایې باطلې اعلان شوي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د ثبت شوو شکایتونو د څېړلو له مخې۵۰ تنه نقدي جریمه شوي او ۸ تنه له خپلو دندو څخه ایستل شوي دي.
نوموړي وویل، چې د ثبت شوو شکایتونو له مخې ۹۰۷ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
هغه زیاته کړه"په ثبت شوو شکایتونو کې ۹۰۷ یې داسې شکایتونه وه، چې له مخې ۹۰۷ تنه په ټاکنو کې د درغلیو په جرم عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي."
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې هم وویل، چې ټول شکایتونه د قانون له‌مخې څېړل شوي دي او زیاته کړه، ټول هغه کسان چې د دوی د فیصلې په اړه راضي نه وي د استیناف غوښتلو حق لري.
بلخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ وویل، چې ټاکل شوې نن چهارشنبه مرکزي سرور ته د بایومیټریک رایو داخلول پای ته ورسېږي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې، د تلې پر ۲۷مه او وورستۍ پایلې د عقرب پر ۱۶مه اعلان شي.
ولسمشر غني تېره ورځ وویل، چې د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ او پریکړو ته باید احترام وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevx8zpjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته