کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ځینو ولایتونو کې د ۱۰۰ څخه ډير بایومتریک دستګاوو ناپته کېدل

24 میزان 1398 ساعت 22:24

ټاکنو کمیسیون وایی چی د ۱۰۰ څخه ډير بایومتریک دستګاوی د ځینو ولایتونو څخه لاپته شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، د ځينو ریپورتونو په اساس ددی مخکې نږدی ۲۵۰۰ بایومتریک دستګاوی قرنطین شوی وو.
اورنګ زیب د ټاکنو کمیسیون کمیشنر نن سهار چهارشنبه(۲۴ میزان) وویل چی تراوسه د ۱۰۰ څخه ډیر بایومتریک دستګاوی د ځینو ولایتونو څخه لاپته شوی دی.
همزمانه مولانا عبدالله، د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وایی چی بایومتریک دستګاوی د ځینو ولایتونو څخه د هغه سیمو سهم څخه ډیر ټاکنو خپلواک کمیسیون ته راوړل شوی دی.
له بل لوری، اورنګ زیب وایی چی دا کمیسیون سبا به مشخص کړی چی آیا کولای شی ټاکنو ابتدایی نتیجه په دوشنبه کې اعلان کړی که نه.
د ریپورتونو په اساس ټاکنو خپلواک کمیسیون اطلاعاتو بانک ته د بایومتریک دستګاوو اطلاعاتو لیږد پروسه پای ته رسیدلی او نږدی ۱.۷ میولین بایومتریک رایی ټاکنو کمیسیون سرور ته لیږدول شوی دی.
ددی هیله شته چی بایومتریک دستګاوی وکولای شی تر ډيره حده شفافیت په ټاکنو کې تضمین کړی؛ خو د پوهانو په باور د وخت تیریدل به مشخص کړی چی میزان شپږم ټاکنې به ترکومه حده د افغانستان خلګو او نړیوال ټولنې لپاره شفاف او قناعت بخشه وی.
 


د مطلب کود: 193298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193298/په-ځینو-ولایتونو-کې-د-۱۰۰-څخه-ډير-بایومتریک-دستګاوو-ناپته-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com