دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 193307
ملکي مرګ ژوبلې: د امریکا پوځ د یوه ماشوم په وژلو اعتراف وکړ
د امریکا پوځ، چې تقریباً تل په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژلو انکار کوي، په خپله هوايي حمله کې د یوه ماشوم پر وژلو اعتراف وکړ.


 د امریکا پوځ تراوسه پورې په روان ۲۰۱۹ م کال کې په افغانستان کې د ۶ ملکیانو وژل تایید کړي دي. خو ملګري ملتونه وايي چې د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې د ۴۳۰ ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې ده.
د امریکا پوځ د یوه ماشوم مړینه د غزني په اندړ ولسوالي کې تایید کړې ده. دا پوځ وايي چې د روان اکتوبر په ۶ مه نېټه کله چې پر افغان او امریکايي پوځ د طالبانو له لوري حمله وشوه، دوی د هوايي ځواک کومک وغوښت چې په ترڅ کې یې درې طالبان او یو ماشوم ووژل شول.
د امریکا پوځ دا پېښه په داسې حال کې تایید
کړه چې پرون (چهارشنبه) د میدان وردک ولایت د نرخ ولسوالي په صد مردې کلي کې د یوې کورنۍ ۷ غړي د شپې په چاپه کې په بې رحمۍ ووژل شول.
د امریکا او د امریکا د پلوي ملېشه ځواکونو د شپې په عملیاتو کې عموماً بېګناه ملکیان وژل کېږي او دې وژنو یو لړ شکونه پیدا کړي چې ګنې دا بریدونه په لوی لاس د ولس د پارلولو او د طالبانو د ولسي ملاتړ د زیاتولو په نیت کېږي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما تېره اوونۍ اعلان وکړ چې باوري شواهد یې ترلاسه کړي چې د سږ کال د مې په میاشت کې د امریکا د پوځ په هوايي برید کې ۷۶ ملکیان وژل شوي وو.
د امریکا پوځ لا هم تیار نه دی چې د فراه په برید کې د ملکیانو مرګ ژوبله تایید کړي.
https://avapress.com/vdciupazyt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته