دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 193312
ودان مؤسسه ښوونکوته دپوهني دپیاوړتیا او ټولنیزنظارت اړوند دښه والي ورکشاپ ورکوي
دا ورکشاپ به دوې ورځي وي، د پوهني د سکټور د پیاوړتیا، روڼتیا، حساب ورکوني او ټولنیز نظارت اړوند عامه پوهاوی ښوونکو ته ورکوي.
د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري دا ورکشاپ وستایه او یادونه یې وکړه، چي ولایتي ادارې هم د پوهني د سمون په موخه نوي هڅي پیل کړي دي.
د ولایت مقام له لوري د پوهني په چوکاټ د تازدمه اصلاحاتو او اغیزمنو مؤثرو ګامونو وروسته دا دی په کندهار کي د ودان په نوم یو مؤسسه غواړي، څو ښوونکو ته د پوهني د روڼتیا او حساب ورکوني په برخه کي عامه پوهاوی او معلومات ورکړي.
د ودان مؤسسې مسؤل صدیق احمد رومان وایی د دې پروګرام څخه یې موخه د پوهني د خدماتو پر ستونزو او اصلاحاتو بحث او حل لاري لټول دي.
په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د پوهني د پیاوړتیا دغه لړۍ وستایل او غوښتنه یې وکړه، چي دا ډول اغیزمن پروګرامونه دي ولسوالیو ته هم وغځیږي.
ښاغلي دستګیري خبر ورکړ، چي ولایت مقام هم د پوهني د سمون او پیاوړتیا په موخه کار پیل کړی کمېټې یې جوړي کړي او سمون را منځ ته کوي.
د پوهني ریاست د نشراتو مسول نظرمحمد صمیمي او د کندهار پوهنتون د محصیلانو چارو مرستیال فیض الله قاضي زاده هم خبري وکړې.
 پوهني ریاست د ۴ زره ښوونکو استخدام ته ضرورت لري، د ګڼو ښوونځیو تعمیرونو، ۱۸ لکه جلده کتابونو او ګڼو نورو پوهنیزو او تدریسي توکو ته اړتیا لري.
د پوهني په برخه کي اصلاحات یوازي د حکومت دنده نه ده بلکي ولس هم باید په دی برخه کي تر خپله وسه پوري کار وکړي.
په دغه پروګرام کي ښوونځیو ته د زده کوونکو د جلب په موخه یو شمېر ویډیو ګاني هم د پروجیکټور پر پرده شریکي سوې، چي خلک یې د ښوونځیو سره مرستي، ګډ کار او ښې همږغۍ ته را بلل.
https://avapress.com/vdcezx8zwjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته