دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 193313
دشهيدسترپاسوال عبدالرازق دشهادت دلومړي تلين په یاددکندهارپه امنيې قومندانۍاويوشميرامنيتي حوزوکي دقرآن کريم ختمونه وسول
د دوعاګانو او ختمونو په دغه مراسمو کي دملي پوليسو دمسولينو او منسوبينو ترڅنګ په سلګونه ځايي اوسيدونکو هم ګډون درلود او د شهيد د روح ته يې د خوښۍ لپاره دوعاګاني وکړې.
دکندهار دامنيې قومندانۍ دامنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي دکندهار ملي راډيوتلوېزون سره خبرو کي دکندهار دټولو اوسيدونکو څخه مننه وکړه چي دخپلواکۍ دملي اتل شهيد سترجنرال رازق دشهادت د لومړي تلين په مناسبت يې دختمونو مراسم نيولي وه.
دميزان دمياشتي شپږويشتمه دکندهار دمخکني شهيد سوي امنيه قومندان دشهادت دلومړي تلين سره برابره ده، ډير شمير اوسيدونکي اوس هم دهغه په شهادت خواشيني دي اوتشته يې نه يوازي دکندهار، بلکي دټول هيواد لپاره يوه نه جبرانيدونکې ضايعه بولي.
دا دکندهار په امنيه قومندانۍ کي هغه سلګونه سربازان، ساتنمنان او افسران دي دخپل شهيد سوي امنيه قومندان دياد ساتلو په هدف سره راټول سوي او دقران الکريم ختمونه کوي.
دغه دختمونو او دوعاوو په مراسمو کي دامنيې قومندانی دآمنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم برخه لرل.
نوموړي دکندهار ملي راډيوتلويزون سره دمرکې پرمهال دهغه شهادت دټول هيواد لپاره دردونکې پېښه وبلل، دشهيد روح ته يې دخوښۍ غوښتلو ترڅنګ يې دټولو اوسیدونکو څخه مننه وکړه چي دخپل شهيد سوي امنيه قومندان لومړی تلين يې ددوی سره په ګډه په ختمو او خيراتو سره ولمانځي.
همدارنګه دخپلواکۍ دملي اتل سترپاسوال دشهادت دلومړي تلين په مناسبت دکندهار په ديارلسمه، پنځلسمه، اتمه اودپوليسو بيلابيلو قطعاتو کي دملي پوليسو ترڅنګ په سلګونو ځايي اوسیدونکو لخوا دقران الکریم ختمونه او خيراتونه وسوه او د شهيد سترپاسوال عبدالرازق روح ته يې دخوښی دوګانې وکړې.
خلګو شهيد سترپاسوال يوازي دکندهار نه بلکي دټول هيواد وياړ وبللی او ويل يي چي شهيد پر هيواد او خلګو مين شخص ؤ او تل به ددوی په زړنو کي ژوندی پاته وي.
https://avapress.com/vdcfymdymw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته