دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 193320
په سوریه د ترکیې له نظامي برید وروسته د امریکا او انقرې تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
امریکا پر ترکیه بندیزونه لګولي او ولسمشر ټرمپ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان ته په سختو الفاظو لیک استولی چې په کې ویلي یې دي، له ځانه احمق مه جوړوه او په سوریه کې ټول وژنه مه کوه، ځکه چې دا کار د ترکیې اقتصاد ته ضربه رسولی شي.
د ټرمپ دا لیک د فاکس نیوز خبریال تریش ریګن خپور کړی چې د اکتوبر په ۹مه اردوګان ته پر سوریه د برید له کبله استول شویدی.
په لیک کې راغلي؛ ((راځه چې یوه ښه معامله وکړو، ځکه ته نه غواړې چې د زرګونه انسانانو خون په غاړه واخلې او زه هم نه غواړم چې د ترکیې اقتصاد تباه کړم، هو که وخت یې راغی دا کار هم کوم، ځکه تر دې وړاندې مې یې درباندې خوند هم څکلی دی.))
ټرمپ زیاته کړې؛ ((ما ډېر کار وکړ تر څو ځینې ستونزې حل کړم، ته هم نړۍ مه نهیلې کوه، کولای شې یوه فوق العاده ښه معامله وکړې، مظلوم جنرال (د کرد ملیشو قومندان) له تاسره خبرو ته حاضر دی، اماده دی چې ځینې امتیازات هم درکړي، د هغه لخوا د جنجال د حل نسخه مې ترلاسه کړې ده، تاسو ته یې پټه در استووم.))
ټرمپ اردوګان هڅولی چې که انساني او سم عمل کوي، نو تاریخ به ورته په سمه سترګه وګوري، خو که خپلو بریدونو ته دوام ورکوي بدې پایلې به ولري او تاریخ به ورته د شیطان په سترګه وګوري: ((توندلاری کېږه مه، احمق کېږه مه، بیا درسره تماس نیسم.))
دغه لیک چې شنونکو له ټولوډپلوماټیکو ادابو څخه خلاف بللی، په اړه یې ایردوګان د امریکا ولسمشر ته لا ځواب نه دی ورکړی.
https://avapress.com/vdcdxs0fzyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته