د تاجکستان ولسمشر د یوې عمومي عفوې په اعلان سره ۳۰ زره کسان له زندانونو ازادوي.
د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان پرېکړه کړې چې ددغه هېواد د اساسي قانون د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ۳۰ زره بندیان له زندانونو ازاد کړي.
په دې بندیانو کې بهرني وګړي هم سته .
نوموړي د عمومي عفوې دغه طرحه پارلمان ته لېږلې ده او ددوی تر تایید وروسته به عملي کېږي.
امام علي رحمان ویلي ددې فرمان له مخې به ۳ زره بندیان ازاد سي، پنځه زره داسې کسان بخښل کېږي چې له بند پرته په نورو جزاوو محکوم سوي وي، د ۲ زرو کسانو په اړه تحقيقات درېږي او د ۲۰ زره کسانو د بند موده کمېږي.
ددغه فرمان له مخې تر اویا کلونو پورته او ټول بهرني زندانیان به هم له زندانونو ازادېږي.