دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 193326
اروپايي ټولنه: تل به د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ وکړو
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، دوی به د تل په څېر د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
ارګ په دې اړه تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي سفیر رولانډ کوبیا په حواله ویلي، دا ځل ولسمشریزو ټاکنو کې د ټاکنو کمېسیون
هڅه کړې چې سمې او رڼې ټاکنې ترسره شي.
رولانډ کوبیا همدا راز ویلي، اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره باعزته سوله غواړي چې ټول د ولسواکۍ ارزښتونه په کې خوندي شي.
رولانډ کوبیا همدا راز ولسمشر غني ته ویلي، سوله باید په افغانستان کې تاوتریخوالی ختم کړي او طالبان باید له افغان حکومت سره مذاکراتو ته حاضر کړي.
نوموړي ټینګار کړی دی یوازنۍ لاره دا ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله وکړي.
https://avapress.com/vdcj8tevmuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته