کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه: تل به د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ وکړو

25 میزان 1398 ساعت 11:43


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، دوی به د تل په څېر د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
ارګ په دې اړه تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي سفیر رولانډ کوبیا په حواله ویلي، دا ځل ولسمشریزو ټاکنو کې د ټاکنو کمېسیون هڅه کړې چې سمې او رڼې ټاکنې ترسره شي.
رولانډ کوبیا همدا راز ویلي، اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره باعزته سوله غواړي چې ټول د ولسواکۍ ارزښتونه په کې خوندي شي.
رولانډ کوبیا همدا راز ولسمشر غني ته ویلي، سوله باید په افغانستان کې تاوتریخوالی ختم کړي او طالبان باید له افغان حکومت سره مذاکراتو ته حاضر کړي.
نوموړي ټینګار کړی دی یوازنۍ لاره دا ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله وکړي.


د مطلب کود: 193326

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193326/اروپايي-ټولنه-تل-د-افغانانو-په-مشرۍ-سولې-ملاتړ-وکړو

آوا
  https://www.avapress.com