دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 193327
بغلان کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل شول
دفاع وزارت په بغلان کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل.
د دفاع وزارت لخوا  دا عملیات له تېرې شپې راهیسې د ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او کیلګه له استقاماتونو څخه پیل شوي او دغه ولایت کې د وروستي طالب تر ځپلو به دوام ورکړي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وايي، چې دا عملیات یې د
بدخشان، تخار او کندوز وروسته اوس په بغلان کې پیل شوي دي: (( موږ په دغو ولایتونو کې ګڼې سیمې له طالبانو پاکې کړې، همدا راز مو د دوی ډېر مهم کسان هم ووژل.))
بغلان د شمال خواته ناامنه ولایت دی چې ګڼو ولسوالیو کې یې طالبان حضور او فعالیت لري.
د دې ولایت ډنډ غوري د طالبانو اصلي مرکز بلل کېږي چې کله ناکله د وارداتي بریښنا پایې هم پکې په بمونو الوځوي او د کابل او نورو ولایتونو برېښنا پرېکوي.
https://avapress.com/vdcauen6049noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته