دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 193329
هند له افغانستان سره دغنمومرسته کوي
هندي چارواکو ویلي چې راتلونکې میاشت به د هند د مرسته شوو غنمو بېړۍ له هند حرکت وکړي او چابهار بندر ته به ورسېږي.
د سرچینې په خبره دا له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د هند د مرستو دوام دی.
هند ویلي ۷۵زره متریک ټنه غنم به په افغانستان کې له سیلاب ځپلو، د طبعي پېښو له زیانمنو کورنیو، بېوزلو او نورو سره د مرستې په پروګرامونو کې وویشل شي.
هند تر دې وړاندې د چابهار بندر له پرانیستې سره سم ۱۱ میلیونه ټنه غنم مرسته کړې وه.
په کابل کې د هند سفیر هم ویلي چې له افغانستان سره به د هند بشردوستانه مرستې دوام کوي او هڅه کېږي چې ددغه مرستو لړۍ بېلو برخو ته وغځول شي.
هند د افغانستان نیژدي ملکري دي همیشه وخت يي افغانستان سره کمک او همکري کړي دي افغان دولت يي منندوي دي څو ورځي وړاندي يي هم دوه جنکي هلی کوپټري هم افغان هواي ځواکونو ته ور وسپارلي.
https://avapress.com/vdcci1qso2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته