دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 193337
د ښاروالۍ د تنظیف یو بې وزله کارمند ۳ لکه موندلې افغانۍ خپل خاوند ته وسپارلې
د تنظیف د برخې یو کارمند یې دری لک افغانۍ پيدا کړې او دوی ته له اطلاع ورکولو وروسته یې په پوره امانتدارۍ خپل خاوند ته وسپارلې.
د هرات ښاروالي وايي، وايي د تنظیف کارمند یې دا پيسې په یوه کثافت دانۍ کې موندلې وې، خو لا معلومه نه ده چې څرنګه دا پيسې په کثافت دانۍ کې غورځول شوې وې؟
خو وايي، دا پيسې د تنظیف د دغه کارمند لخوا د هرات ښاروالۍ د سرپرستې مینا نادري او د هرات د پنځمې ناحیې د ګذر د وکیلانو په حضور کې اصلي خاوند ته د دغه کارمند لخوا تسلیم شوې.
د تنظیف کارمندان چې ډېر کم معاش لري، اکثره مهال د کورنیو د اړتیاو پوره کولو لپاره په خپله سوال ته اړ کېږي، خو دا نادره پېښه ده چې یو بې وزله د تنظیف کارمند ۳۰۰ زره افغانۍ په پوره امانت دارۍ له موندلو وروسته اصلي خاوند ته سپاري.
https://avapress.com/vdcbffb8zrhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته