کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سعودي عربستان کې زړه بوږنوونکې ټرافیکي پیښه رامنځته شوې

25 میزان 1398 ساعت 13:41


د سعودي عربستان د مدینې ښار په ۱۷۰ کیلومترۍ کې  د مدینې او مکې ښارونو په لویه لاره کې  د یو مساپر وړونکي بس  موټر او  یوې بلې نقلیه واسطې ترمنځه  د جنګیدو په پایله کې قتل عام رامنځته شو.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  دا پيښه  پرون چار شنبه  د شپې په ناوخته ساعتونو کې  رامنځته شوې ده . په پيښه کې  ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۴ تنه نور  ټپیان شوي دي.
ټپیان  د ژغورنې  د ډلو لخوا  روغتون ته انتقال شوي دي. 
د پيښې قربانیان  د اسیايي او عربي هیوادونو وګړي دي. ویل کیږي په بس موټر کې ۳۹ تنو شتون درلود.
د بس موټر  او بلې نقلیه واسطې د جنګیدو په پایله کې بس موټر اور اخیستی او په کامله توګه سوځیدلی دی.


د مطلب کود: 193344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193344/په-سعودي-عربستان-کې-زړه-بوږنوونکې-ټرافیکي-پیښه-رامنځته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com