دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 193344
په سعودي عربستان کې زړه بوږنوونکې ټرافیکي پیښه رامنځته شوې
د سعودي عربستان د مدینې ښار په ۱۷۰ کیلومترۍ کې  د مدینې او مکې ښارونو په لویه لاره کې  د یو مساپر وړونکي بس  موټر او  یوې بلې نقلیه واسطې ترمنځه  د جنګیدو په پایله کې قتل عام رامنځته شو.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  دا پيښه  پرون چار شنبه  د شپې په ناوخته ساعتونو کې  رامنځته شوې ده . په پيښه کې  ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۴ تنه نور  ټپیان شوي دي.
ټپیان  د ژغورنې  د ډلو لخوا  روغتون ته انتقال شوي دي. 
د پيښې قربانیان  د اسیايي او عربي هیوادونو وګړي دي. ویل کیږي په بس موټر کې ۳۹ تنو شتون درلود.
د بس موټر  او بلې نقلیه واسطې د جنګیدو په پایله کې بس موټر اور اخیستی او په کامله توګه سوځیدلی دی.
https://avapress.com/vdcjxtevxuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته