دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 193352
مرکل : په سوریه کې د ترکیې د روانو پوځي عملیاتو د هر څه ژر پایته رسولو غوښتنه کوو
د جرمني لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل  وویل چې  ترکیې د کډوالو په مسئله کې یو ډير دروند  بار  په اوږدو اخیستی دی. ترکېې ډیر مسئولیت  اخیستی دی.
مرکل  دا څرګندونې  د فرانسې  د تولوز  په ښار کې  د فرانسې او جرمني د وزیرانو د شورا  د ګډې  غونډې نه وروسته  د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغې وویل چې  مونږ  ټول پدې ډیر ښه پوهیږو چې ترکیې د ۳ عشاریه ۶ میلیونو تنو سوري کډوالو ته د پناه ورکولو سره  یو ډیر دروند بار په اوږو اخیستی دی. دا یوه ډیره مهمه  مسئله او ستونزه ده. او ترکیې  پدې مسئله کې  ډیر مهم مسئولیت  او بار په اوږو اخیستی دی.
همداشان مرکل  په سوریه کې  د ترکیې د سولې چینې پوځي عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « مونږ  هر څه ژر ددې عملیاتو د پایته رسولو غوښتنه کوو ځکه چې دا عملیات کیدای شي چې  د داعش ترهګرې ډلې  د بیرته راژوندي کیدو ته  زمینه برابره کړي. »
https://avapress.com/vdciwpazrt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته