دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 193355
د مالیه وزارت یو کارکوونکی کابل پغمان ولسوالی کې د راکت په ګلوله وژل شوی
آوا خبرګزاری، کابل: د هیواد مالیه وزارت یو کارکوونکی د ناپيژانده مسلح کسانو له لوری د کابل ولایت پغمان ولایت مربوطه سیمو کې په راکت وژل شوی دی.

دا پیښه تیره شپه د پغمان ولسوالی ارغندی سیمه کې رامنځته شوی دی.
د مالیه وزارت دا کارکوونکیه کورنۍ ادعا کوی چی  "زینت ذبیع"  د مالیه وزارت کارکوونکی وو او هغه تیره شپه د کابل پغمان ولسوالی کې د مسلح کسانو له لوری په قتل رسیدلی دی.
ددی قربانی کورنۍ وایی چی ښاغلی ذبیح په داسی حال کې په قتل رسیدلی دی چی هغه د دفتر څخه کور ته په حرکت وو او هغه موټر د مسلح ناپیژانده کسانو له لوری درول شوی او وروسته د راکت په ګلوله سره په دی موټر کې په قتل رسیدلی دی.
د ذبیع کورنۍ طالبان ددی پيښی لامل بولی خو طالبان په دی پیښه کې لاس درلودل رد کړی دی.
امنیتی چارواکې تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcbsfb8srhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته