آوا خبرګزاری، کابل: د هیواد مالیه وزارت یو کارکوونکی د ناپيژانده مسلح کسانو له لوری د کابل ولایت پغمان ولایت مربوطه سیمو کې په راکت وژل شوی دی.
د مالیه وزارت یو کارکوونکی کابل پغمان ولسوالی کې د راکت په ګلوله وژل شوی
25 میزان 1398 ساعت 14:54
آوا خبرګزاری، کابل: د هیواد مالیه وزارت یو کارکوونکی د ناپيژانده مسلح کسانو له لوری د کابل ولایت پغمان ولایت مربوطه سیمو کې په راکت وژل شوی دی.
دا پیښه تیره شپه د پغمان ولسوالی ارغندی سیمه کې رامنځته شوی دی.
د مالیه وزارت دا کارکوونکیه کورنۍ ادعا کوی چی "زینت ذبیع" د مالیه وزارت کارکوونکی وو او هغه تیره شپه د کابل پغمان ولسوالی کې د مسلح کسانو له لوری په قتل رسیدلی دی.
ددی قربانی کورنۍ وایی چی ښاغلی ذبیح په داسی حال کې په قتل رسیدلی دی چی هغه د دفتر څخه کور ته په حرکت وو او هغه موټر د مسلح ناپیژانده کسانو له لوری درول شوی او وروسته د راکت په ګلوله سره په دی موټر کې په قتل رسیدلی دی.
د ذبیع کورنۍ طالبان ددی پيښی لامل بولی خو طالبان په دی پیښه کې لاس درلودل رد کړی دی.
امنیتی چارواکې تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 193355