کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رحماني:

له سوریې ناڅاپي وتلو، افغانستان ته د امریکا په ژمنتیا شکونه پیدا کړي دي

25 میزان 1398 ساعت 16:07


په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې د اتلانتیک شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان له امریکا څخه تمه لري چې د یو اتلس کلن متحد په سترګه ورته وګوري او پایداره همکاري ورسره ولري.
اغلې رویا رحماني ویلي، له شمالي سوریې څخه د امریکا ناڅاپي وتلو د افغانستان په تړاو د امریکا پر ژمنتیا شکونه او پوښتنې راپورته کړي دي.
نوموړې، دا مهال افغانان په دې باور دي چې یوازې له نظامي لارو په افغانستان کې جګړه نشي ختمېدلای، نو د همدې لپاره یې په سوله کې د دیموکراسۍ د تحکیم په خاطر له ستونزو او ګواښونو سره سره په ټاکنو برخه واخیسته: (( د امریکا او نړیوالې ټولنې له دوه لسیزو حضور سره اوس افغان ځواکونه یوازې له داعش او طالبانو سره جنګېږي، موږ غواړو چې دا مو د بریا د کیسې په توګه ثبت شي.))
اغلې رحماني زیاته کړې، افغانستان د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ یوه برخه ده او کابل له دغه هېواد سره دوامداره همکاري غواړي.


د مطلب کود: 193365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193365/له-سوریې-ناڅاپي-وتلو-افغانستان-ته-د-امریکا-په-ژمنتیا-شکونه-پیدا-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com