دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 193368
د شهید خبریال یعقوب شرافت د درېیم تلین په یاد په زابل کي غونډه جوړه سوه
غونډه،چي د زابل د ملی راډيو تلوېزیون په انګړ کي جوړه سوې وه،پکښي ځايي خبریالانو،لیکولانو،شاعرانو او د ادب مینوالو برخه اخیستې او د هغه د روح د خوښۍ
په موخه يې د قران کریم ختمونه او دعاګاني وکړې.
خبریال یعقوب شراف د زابل ملي راډيو تلوېزیون تر څنګ د افغانستان ملي تلوېزیون او کندهار راډيوتلوېزیون سره د خبریال په توګه دنده ترسره کول،چي د نامعلومه کسانو له لوري په داسي حال کي په شهادت ورسېد،چي ميرمن او لور يې هم په موټر کي ورسره سپاره وه.
https://avapress.com/vdcfvmdycw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته