کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د شپږیزې کرکټ غوره لیګ په دوام نن په ايليمينېټر لوبه کې کابل بازانو د کریم جنت د سلیزې پرمټ سپین غر زمریانو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار پیداکړه.

25 میزان 1398 ساعت 17:28


د افغانستان د شپږیزې کرکټ غوره لیګ په دوام نن په ايليمينېټر لوبه کې کابل بازانو د کریم جنت د سلیزې پرمټ سپین غر زمریانو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار پیداکړه.
دا لوبه نن له غرمې وروسته پیل شوې وه چې مازدیګر ناوخته کابل بازانو پکې د ۱۶ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړه ، چې پکې د سپین غر لوبډله کور ته رخصت شوه او د کابل بازانو یو قدم نور مخکېوالی هم ترلاسه کړ.
په دې سیالۍ کې پچه د کابل بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره سپین غر زمریانو ته د ۱۹۸ منډو هدف ټاکلی وو چې په وروستیو کې ترې دفاع وکړه.
د کابل بازانو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې الروانډر کریم جنت تر ټولو ښه توپ وهنه ترسره کړه، نوموړي په ۶۳ توپونو باندې ۱۲۰ منډې وکړې چې په توپ وهنه کې اته شپږیزې او ۱۱ څلوریزې شاملې وې.
الراونډر کريم جنت په دې سلیزې سره د شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ تر ټولو زياتې ۱۲۰ منډې وکړې له کریم جنت وړاندې سږ کال جاوېد احمدي ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې او همدا راز په ۲۰۱۷ کې بيا بهرني لوبغاړي کیمرون ډيلپورټ ۱۰۰ منډې ترلاسه کړې وې.
دغه راز د کابل بازانو لپاره سمیع الله شینواري بیا په توپ وهنه کې ۳۷ منډې وکړې، ورسره حضرت الله ځاځي ۲۸ جوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رولو ولوبوه.
د سپین غر زمریانو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې وفادار مومند ، عبدالواسع او ظاهر خان یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ چې د هدف له لوړ والي څخه یې لوبډله یو څه بچ کړی شوه.
په ځوابي توپ وهنه کې د سپین غر زمریانو لوبډلې د ۱۹۸ منډو هدف پسې ډیر ښه پیل واخیست داسې معلومېدل چې یاد هدف به سپین غر لوبډله ژر تر ژره ترلاسه کړي، خو په وروستیو کې د پرله پسې ویکټو له امله سپین غر لوبډلې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او سیالی یې پر ۱۶ منډو بایلوده.
د سپین غر لوبډلې لپاره نجیب الله ترکي ښه پیل کړی وو هغه نن ۵۲ منډې وکړې، ورسره شبېر نوري ۴۷ نجیب الله ځدراڼ ۱۷ او لوبډلمشر شفیق الله شفق ۱۰ منډې وکړې خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.
د کابل بازانو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې وقار سلامخېل تر ټولو ډیر څلور لوبغاړي وسوځول ، دغه راز حمزه هوتک دوه او یوسف ځاځي او عبدالرحمان هم یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کریم جنت ترلاسه کړه نوموړي نن په ټول لیګ کې په یو اننګز کې تر ټولو ډیرې ۱۲۰ منډې جوړې کړې.
دا سیالي د کابل بازانو لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر سره وګټله او د شپږیزې لیګ نیمه پایلوبې ته یې لار پیداکړه چې سبا غرمه یوه بجه به د بند امیر لوبډلې خلاف نیمه پایلوبه ترسره کړي چې ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته لار پیداکړي.
سهار بیا په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د مس عینک اتلانو لوبډلې د بند امیر ښامارانو لوبډلې په ماتولو سره د دې لیګ پای لوبې ته لاره وموندله.
بند امیر په ننۍ سیالۍ کې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې وې مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۵۸ منډو هدف ټاکلی وو.
افسرځاځي د بند امیر لوبډلې لپاره د توپوهونکې برخه کې ۵۶ ناسوځېدلې، عمران جنت ۴۴ او راشد خان ۲۶ تر نورو ډېرې منډې وکړې
د مس عینک اتلانو د پوهنې پاڼۍ کې رحمان الله ګربز، نور علي ځدراڼ او احسان الله جنت ښه توپوهنه وکړه او خپله لوبډله یې يې پايلوبې ته ورسوله.
د ښامارانو لوبډلې له لورې ورته ټاکل شوی هدف یې په ۱۹.۱ اور کې پوره کړ، په داسې حال کې چې خپل درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د بند امیر لپاره رحمان الله ګربز تر ټولو ډیرې مندې د خپلې لوبډلې لپاره ۵۸ جوړې کړې. نورعلي ۴۴ او احسان الله جنت بیا ۳۶ منډو باندې وسوځېده.


د مطلب کود: 193370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193370/د-افغانستان-شپږیزې-کرکټ-غوره-لیګ-په-دوام-نن-ايليمينېټر-لوبه-کې-کابل-بازانو-کریم-جنت-سلیزې-پرمټ-سپین-غر-زمریانو-ته-ماتې-ورکولو-سره-نیمه-پایلوبې-لار-پیداکړه

آوا
  https://www.avapress.com