دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 193374
ټاکنو کمیسیون: ډېر ژر به ابتدايي پايلې اعلان شي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وایي چې د ډيجيټلي پايلو څه باندې ۲۳۱۷۶ فورمه چې د راى ورکوونکو شاوخوا یو ميليون ۷ سوه او ۸۷ زره مشخصات کېږي، پروسس کړي دي. د ټاکنو کمیسیون زیاتوي، ډېر ژر به له پاکو رايو څخه د ناپاکو رايو د جلا کولو پړاو بشپړ او ابتدايي پايلې به اعلان شي. د ټاکنو کمیسیون مسوولینو تېره شپه هم خبر ورکړی وو چې ټولې بایومټریک شوې رایې مرکزي سرور(سیسټم) ته داخلې کړی شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وایي چې د ډيجيټلي پايلو څه باندې ۲۳۱۷۶ فورمه چې د راى ورکوونکو شاوخوا یو ميليون ۷ سوه او ۸۷ زره مشخصات کېږي، پروسس کړي دي.
د ټاکنو کمیسیون زیاتوي، ډېر ژر به له پاکو رايو څخه د ناپاکو رايو د جلا کولو پړاو بشپړ او ابتدايي پايلې به اعلان شي.
د ټاکنو کمیسیون مسوولینو تېره شپه هم خبر ورکړی وو چې ټولې بایومټریک شوې رایې مرکزي سرور(سیسټم) ته داخلې کړی شي.
د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته یوازې درې ورځې پاتې دي او کمېسیون ټینګار کوي چې پایلې به د یاد کمیسیون له مهالویش سره سمې اعلان کړي. دوی دغه راز زیاته کړې، د غیر بایو مټریک رایو په اړه د دوی دریځ پخوانی دی او کمېسیون ته یوازې هغه رايي ارزښت لري چې د بایومټریک ټول اصول یې پوره کړي وي.
خو په کمېسیون، کې یو شمېر سرچینې وایي، دوی ژمن دي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه نېټه اعلان کړي، خو که بیا هم ځنډ په‌کې راشي، د پایلو د اعلان موده به یې یوازې څو ورځې وغځول شي.
دغه راز نن په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره لیدلي دي.
د یوناما له لورې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، یاماموتو او د نړیوالې ټولنې استازو په دې لیدنه کې د ټاکنو کمیسیون او دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کار پر روڼوالي، بې پرېتوب او له یادو کمیسیونونو د ټولو برخه والو پر پوره ملاتړ ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د امریکا سفیر جان بس یاد کمیسیون ته ورغلی و او د دغه کمیسیون له مشرتابه سره یې په لیدنه کې ویلي چې د هیچا فشار ته دې نه تسلیمېږي او د پاکو رایو پر بنسټ دې رڼې پایلې اعلان کړي.
ښاغلي جان بس په خپلې ټویتر پاڼې باندې لیکلي وو چې دوی هیله لري د افغانانو رایو ته درناوی وشي او د هغه افغانانو د حقوقو ساتنه وشي چې د ټاکنو په ورځ یې په سختو شرایطو کې خپلې قیمتي رایي وکارولې.
نوموړي په ټینګار سره ویلي دي چې یوازې بایومتریک شوې رایې د شمېرنې وړ دي. او د ټاکنو کمیسیون له دې پرېکړې هم ملاتړ کوي چې غیری بایومېټریک رایي نه شمېرل کېږي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه په ټول هېواد کې په امنیتي فضا کې ترسره شوې ،چې په پایله کې د نړۍ هېوادونو او نړیوالو ټولنو افغان امنیتي ځواکونه وستایل چې په دې مهمه ورځ یې د امنیت ټینګښت کړی و.
https://avapress.com/vdccm1qs02bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته