دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 193376
د فاریاب اندخوی څلورګونه ولسوالیو کې د پاکسازی لپاره شاهین ۶۰۷ لوی عملیات شروع شوي
افغان غږ خبرګزاری- مزارشریف: نن سهار پنج شنبه(۲۵ میزان) یو مشترک عملیات د شاهین ۶۰۷ په نامه د امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری د هوایی قواوو قاطع ملاتړ او بین المللی ځواکونوپه ملاتړ د اندخوی څلورګونو ولسوالیو کې شروع شوی دی.

 حنیف رضایی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسئول په شمال کې ددی خبری په بیان سره وویل: د عملیات شروع څخه تراوسه، ۸ تنه طالب تروریستان وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه د هغه په وینا، د نمبر یک لویی لاری په اوږدو کې ۲۰ کیلومترو څخه ډيره سیمه، اندخوالی څخه تر قرمقول ولسوالی پوری، چی نږدی ۱۰ کوچنۍ او لوی کلۍ په کې شامل دی، د طالبانو څخه پاک شوی دی.
رضایی زیاته کړه چی ننۍ نښتو کې تروریستانو سره، امنیتی ځواکونو منسوبینو څخه یو کس هم شهید شوی او دری تنه نور ټپيان شوی دی.
د هغه په وینا، دا عملیات ددی سیمی پوره پاکسازی پوری ادامه لری.
په همدی حال کې محمد طاهر رحمانی، د فاریاب ولایتی شورا رییس افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: امنیتی خواکونو او طالبانو ترمنځ نښته تیری شپی ۱ بجی څخه تراوسه د اندخوی ولسوالی ۳ کیلومتری کې روانه ده.
هغه د مرکزی حکومت څخه غواړی چی نور امنیتی ځواکونه دا ولسوالی ته اعزام کړی ترڅو دا ولسوالی طالبانو په لاس سقوط ونه کړی.

 
https://avapress.com/vdcefx8zpjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته