افغان غږ خبری آژانس په ګزارش؛ ۲۵ د نورستان زراعت ریاست له لوری و ۴۰ فقیر کورنیو ته شیدی ورکوونکی غواوی وویشل شوی.
عبدالوهاب نسیمی، د نورستان زراعت رئیس ددی غواوو ویش په جریان کې چی نن د فقیر کورنیو اقتصاد پیاوړتیا لپاره ترسره شو، ۴۰ راس غواوی وویشل شو.
نسیمی وعده ورکړه چی د موسساتو همکاری سره به هڅه وشی ترڅو بېلابیلو برنامو او مرستو له لوری ضعیف کورنیو اقتصاد شه شی.
د هغه په وینا ۲۵ راس غواوی د پارون ښار اړتیامندو کورنیو او ۱۵ راس نورو ولسوالیو فقیرو کورنیو ته ویشل شوی دی.
ددی غواوو لاسته راوړونکې کسان د نورستان سیمه ییز مسئولین ددی مرستو څخه مننه وکړه.